تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۹ طالبان ووژل شول ۱۳۸  ټپیان او ۱ بل  نیول شوی

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۱۸۹ طالبان ووژل شول، ۱۳۸  ټپیان او ۱ بل نیول شوی.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۳۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد کندهار، زابل، هرات، جوزجان او هلمند ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوی دی.