په کابل کې دملی پوځ دښوونیز مرکز څخه ۱۲۵۰ تنه افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د فراغت سند لیکونه ترلاسه کړل

هغه غونډه، چی په همدی اړه په یاد ښوونیز مرکز کې جوړه شوی وه، په پیل کې د ملی پوځ د ښوونیز مرکز قوماندان د پوځیانو د مسلکی ښوونی او روزنی په اړه خبری وکړی او په دی برخه کی ئی ډاډ څرګند کړ، چی د افغان پوځیانو د مسلکی ښوونی او روزنی په برخه کې به نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی .

ورپسی د ملی پوځ د ښوونی او روزنی عمومی قوماندانۍ د مسلکی قابلیتونو رئیس تورنجنرال غلام فاروق احمدی د یاد ښوونیز مرکز د قوماندانیت هغه هڅی د ستایلو وړ وبللی، چی د افغان پوځیانو د مسلکی روزنی په برخه کی يي ترسره کوی .

ددی ترڅنګ یی له فارغ شویو پوځیانو څخه غوښتنه وکړه، چی ورسپارل شوی دندی په پوره صداقت او افغانی روحی ترسره کړی .

په پای کی دفارغانو به استاذوی یو تن  ډا‌‌‌ډ څرګند کړ، چی ورسپارل شوی دندی به په ښه توګه ترسره کوی او د هیوادوالو د ډاډمن امنیت لپاره هرډول قربانیو ته چمتودي .