د ملي دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ مرستیال د هوايې ځواکونو دعمومي قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

ښاغلي عبدالحی روف د ستراتيژۍ او پاليسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال په داسې حال کې چې د هوايې ځواکونو عمومي قوماندان ډګرجنرال محمد شعیب پیلوټ او د ملي دفاع وزارت یو شمیر رئیسانو او جنرالانو يې ملتیا کوله د یادې قوماندانۍ د بیلا بیلو څانګو څخه لیدنه وکړه  او د دوې جګړه ایز احضارات یې  د هیواد د دښمنانو  پر وړاندې مثبت و ارزول.

غونډه چې له همدې امله د هوايې ځواکونو  دعمومي قوماندانۍ د غونډو په تالار کې د ملي دفاع وزارت مرستیال، د هوايې ځواکونو عمومي قوماندان ، د ملي دفاع وزارت یو شمیر رئیسانو او جنرالانو، د یادو ځواکونو د درستیزوال بریدجنرال محمداسلم مددي پیلوټ او یو شمیر افسرانو، بریدملانو او سرتیرو په ګدون سره جوړه شوې وه، لومړی غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په لوستلو او د هیواد د ملي سرود په غږولو سره پيل او ورپسې بیا د هوايې ځواکونو عمومي قوماندان ډګر جنرال محمد شعیب پیلوټ خبرې وکړې و يې ویل :

"لومړی تاسو او  ستاسو سره مل پلاوي او راغلو ښاغلو میلمنو  ته د هوايې ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته د راتگ ښه راغلاست وایم !

ښاغلی معاون صاحب ! د هوايې ځواکونو عمومي قومانداني  د هیواد د ښمنانو  پر وړاندې د وسله وال بریدونو د مخنیوي په موخه د ملي دفاع وزارت مقام او ستردرستیز د هدایاتو او اوامرو سره سم لازم اقدامات او تدابیر نیولي، کشفي او استخباراتي مسولینو ته دنده ورسپارل شوې چې پدې مورد کې په جدي توګه کار وکړي تر څو د ناوړو پیښو چی د هیواد د دښمنان لخوا ترسره کیږې مخنیوی وکړو او زمونږ بهرني سلاکاران وکولای شي چې په ډاډه ټوګه د ترور او دهشت پر وړاندی زمونږ سره خپل ګډ ماموریت پر مخ بوزې او زه د هوايې ځواکونو د مشرتابه په استازیتوب  تاسو ته ډاډ درکوم چی په هوايې ځواکونو کې د بهرنیو سلا کارانو سره ښه امنیتي همغږي شتون   لري."

ورپسې بیا د نوموړې قوماندانۍ درستیزوال برید جنرال محمد اسلم مددي پیلوټ د موضوع په اړوند خبرې وکړې د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د اوامر او لار ښوونو سره سم د بهرنیو سلاکارانو د امنیتي خوندیتوب او ګډ کار  په موخه د خپل تدابیرې پلان ګذارش د ملي دفاع وزارت مرستیال ته وړاندي کړ.

وروسته بیا د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چاروکې مرستیال خبرې وکړې و یې ویل : "لومړی د هر څه نه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته د الله تعالی«ج» څخه د جنت غوښتنه کوو، ټپیانو ته روغتیا او د د دوې درنو کورنیو ته  دجمیل صبر غوښتونکي یو. او پدې شیبو کې غواړم چې د ملي دفاع وزیر صاحب او د وسلوال پوځ لوي درستیز صاحب سلامونه او نیکې هیلې تاسوته وړاندې کړم او اړین بولم چې ستاسو د ښو خدمتونو او دندو ترسره کولو په موخه چې د ولسي جرګې  په انتخاباتو کې مو اجرا کړې د زړه له کومې مننه وکړم .

در نو افسرانو او سر تیرو! زمونږ د نړیوالو دوستانو او همکارانو پر وړاندې د دښمن  نفوذي  بریدونه  د  دښمنانو نوی تکتیک دی چې دوې غواړي له دې ناوړه چلند په واسطه زمونږ اړیکې د خپلو بهرنیو سلاکارانو سره خرابې او زمونږ ځواکمنتیا کمزورې کړي نو پدې اساس د ملي دفاع وزارت مشرتابه اړین بولي چې د دښمن دغه شوم عمل خنثی او د خپلو امنیتي تدابیرو په زیاتولو سره و کولای شو چې په ډاډه توګه بهرنیو سلاکارانو سره په ګډه همکاري و لرو او په د هکله  ستاسو رول ډیر مهم او اړین دی.

په پاي کې بیا د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال او ورسره مل پلاوی د هوايې ځواکونو عمومي قومانداني او د کابل هوايې لوا د بیلابیلو څانګو څخه لیدنه وکړه او مسولینو ته يې د چارو د لاسمون په هکله  لازمې لارښوونې وکړې.

###