د ملي دفاع وزېر د غازي وزير محمد اکبر خان په مډال و وياړل شو

د هېواد د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان جلالتمآب محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ ،د ملي دفاع وزیر ښاغلی ډګر جنرال ارکانحرب طارق شاه «بهرامې » او د وسله وال پوځ لوی درستیز ښاغلی ستر جنرال محمد شریف « یفتلي » د ولسي جرګې د ټاکنو په چاروکې د  ملي دفاعي او امنېتي ځواکونو د سالمې او پر ځای رهبرۍ اود دوي د  ارزښتمندو خدمتونو  د سر ته رسولو له امله ، په هغو مراسمو کې چې تیره ورځ  د ارګ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په دې مناست جوړ شوی وه ، د  غازي وزیر محمد اکبر خان په عالی دولتي مډالونو و ویاړل شول.