د وسلوال پوځ لوي درستیز د 777 الماس لوا څخه لیدنه وکړه

د وسلوال پوځ لوي درستیز د 777 الماس لوا څخه لیدنه وکړه

کابل-افغانستان: د وسلوال پوځ لوي درستیز د 777 الماس لوا څخه د لیدنې پر مهال د یادې لوا کړنې او سرښندنې تقدیر کړې، د یادې لوا د منسوبینو نه ستړي کیدونکي هڅې دي چه د ځمکنیو ځواکونو او ځینو طبیعي پيښو د پیښیدو پر مهال د ډیری هیوادوالو ژوند خوندې کوي.

د افغانستان د وسلوال پوځ لوي در ستیز ستر جنرال محمد شریف "یفتلي" د خبرو په ترڅ کې وویل: "ستاسو کړنې او قربانۍ زمونږ لپاره و یاړنې راوړي، د افغانستان ملي اردو لاسته راوړنو کې ستاسو حمایه او همکاري د لیدو وړ ده.

جنرال یفتلي زیاته کړه: " دښمن ورځ تر بلې د کمزوري کیدو او له منځه تللو په حالت کې دی ، د ژوند او جګړې وروستۍ سلګۍ  تیروي.

د 777 الماس لوا قوماندان تورنجنرال محمد فهیم "رامین" ډاډ ورکړ چه ستاسو اتلان شپه او ورځ په فضا‌، کې ستاسو د امنیت خوندي ساتلو لپاره په دندو بوخت، د هیواد او هیوادوالو څخه په کلکه دفاع کوي.

په پاي کښې د وسلوال پوځ لوي درستیز د یادې لوا اړتیاوې او وړاندیزونه له ارزونې وروسته اړوندو څانګو ته لازمې سپارښتنې ورکړ شوي.

###