د پالیسۍ او استراتیژۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال، د ملي دفاع وزیر لخوا معرفی شو

د پالیسۍ او استراتیژۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال، د ملي دفاع وزیر لخوا معرفي شو

کابل – افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ مقام د حکم پر اساس عبدالحی رؤف، د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه و ټاکل شو.

هغه مراسم، چې په همدې اړه د ملي دفاع وزارت په قرارګاه کې نیول شوي ؤ، د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي، د امنیت د شورا مشاور ستر جنرال ارکانحرب عبدالخالق سروري، په هیواد کې د پوځي چارو شنونکو، د کابل پوهنتون یو شمیر استادانو او د یاد وزارت مرستیالانو، رئیسانو او افسرانو ګډون کړی ؤ.

لومړی د ملي دفاع وزارت د مرستیال د ټاکل کیدو په اړه د جمهوري ریاست حکم د یاد وزارت د بشري منابع د رئیس لخوا و لوستل شو. 

 د ملي دفاع وزیر په اوسنیو شرایطو کې، د ښاغلي رؤف ټاکل کیدل د یاد وزارت د مرستیال په توګه پر ځای و بلل.

همداراز ښاغلي بهرامي زیاته کړه، چې یو خوا د دولت د مشرانو لخوا د سولې پروسه په مخ روانه ده او له بلې خوا زموږ اتل پوځیان د یو شمیر هغه تروریستي کړیو، چې زموږ د بې ګناه هیواد والو وینې تویوي او په سوله باور نه لري په وړاندې د ټینګې مبارزې چمتو والی لري.

په پای کې د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې د ملي پوځ د څلور کلن پلان د تطبیق او په دې برخه کې د یولړ اصلاحاتو راوستل به د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه وي. او د یو واحد ټیم په توګه به کار کوي.

 

# # #