د هوایي ځواکونو د قول اردو او د 777 هوايي لوا د رهبرۍ د کادرونو او د آمرینو د څانګې د ارزیابۍ غونډه د ملي دفاع د وزیر په مشرۍ جوړه شوه

کابل – افغانستان: هغه غونډه، چې د ملي دفاع د وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي په مشرۍ جوړه شوې وه، د ملي پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي، د ستراتیژیکو استخباراتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ډګرجنرال هلال الدین هلال، د ملي پوځ د هوایي ځواکونو د قول اردو قومندان او د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د قرارګاه یو شمیر رئیسانو ګډون کړی ؤ. د غونډې په ترڅ کې د هوایی ځواکونو د رهبریت اصلاح او هغه ته وده ورکول، دیادې قول اردو او لوا د رهبرۍ پلاوي او د هغه د بیلابیلو برخو د آمرینو اړونده دندې تر غور او څیړنې لاندې و نیول شوې. همداراز د ملي دفاع وزیر د هوایي ځواکونو د قول اردو په بیلابیلو برخو کې د مثبت بدلون را وستل، د یادې غونډې موخه و بلله او په دې اړه یي زیاته کړه: د قول اردوګانو د قومندانانو د هغه کلني کنفرانس د پریکړې سره سم، چې د تعییناتو د لیږد صلاحیت پکښې د قول اردو قومندانانو ته سپارل شوي دي، د هوایي قول اردو تعیینات هم باید لایق، متعهد کادرونه وي او د لاندې اصولو مطابق په دندو و ګمارل شي:

۱ – هغه کسان چې د رهبرۍ په دندو ګمارل کیږي په فساد ککړ نه وي.

۲ – وطن او خلکو ته د خدمت په لار کې ټینګ تعهد ولري.

۳ – په اړونده دندو کې کاري تجربه ولري.

۴ – د لوړو زده کړو څخه برخمن وي.

۵ – په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو مشارکت په پام کې نیسي.

همداراز ښاغلي بهرامي زیاته کړه، هغه کادرونه، چې وړتیا لري او خپلې دندې یي په ښه توګه تر سره کړې دي وپېژندل شي او د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د رهبرۍ پلاوي ته معرفي شي تر څو په لوړو پستونو کې په دندو و ګمارل شي. او هغه کسان، چې په منځنۍ کچه کې قرار لري باید پیاوړي شي تر څو راتلونکې دندې په ښه توګه تر سره کړي. او هغه کسان، چې په خپلو دندو کې کمزوري دي او په فساد ککړ دي باید احتیاط ته سوق شي.

یاده دې وي، چې د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د رهبرۍ پلاوي د تیرو څو اونیو په ترڅ کې د ملي پوځ  ټولې ساحوي قول اردو ګانې، د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د عامه نظم او د سرحدي ځواکونو قوماندانیت هم ارزیابي کړل.