د ملی دفاع وزارت ویاند د مصاحبو بشپړمتن: د ۱۳۹۷ لمریزکال د مرغومي د میاشتي 18نیټه

 

د تیرې یوې اونۍ په اوږدو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې، د طالبانو ۹ تنه مهم قومندانان د ملي پوځ د ژمنیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید رسنیو ته د خبرې غونډې په ترڅ کې، د ملي پوځ د ژمنیو عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړل.

ښاغلي جاوید له رسنیو سره د خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د ملي پوځ ژمني عملیات په ډیر شدت سره روان دي، چې په پایله کې د طالبانو ۹ تنه مهم قومندانان، د فاریاب، میدان وردګو، هلمند، کندهار او غزني په ولایتونو کې وژل شوي او د یادې ډلي ۵ تنه ولسوالان او د ولسوالانو مرستیالان د بدخشان او فاریاب په ولایتونو کې وژل شوي دي او یوتن، چې د طالبانو د ډلي د استخباراتو مسوول ؤ د غزني په ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.