مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لینډۍ د میاشتې ۱۹ مه

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د ۳۷ تنو ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۴ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۷ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۵۷ پروازونه ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۷  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، غزني، لوګر، زابل، ارزګان، هرات، بادغیس، سمنګان، فاریاب،کندز او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، د مهماتو یوه دیپو، یو موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي،  د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د هلمند د سنګین او موسی کلا په ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د طالبانو له زندان څخه ۹ تنه زندانیان آزاد شوي شوي دي .

همدا راز د ځوابي برید په ترڅ کې د بادغیس ولایت مرکز اړوند ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان او د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

 

    ###