مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال دمرغومې د میاشتې ۲۲ مه

 

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۵ ترهګرو وژل کیدل

 

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۸ځانګړي کوماندویي دندې او ۲ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان هوایي ځواکونو ۴۲پروازونه ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۸تنه ټپیان او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، میدان وردک، خوست، غزني، ارزګان، فراه، بادغیس، غور فاریاب، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره سره شوي چې په پایله کې د هلمند ولایت د واشیر او نهر سراج په ولسوالیو کې ۱۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې، د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان، د  ارزګان ولایت مرکز اړوند خانقا په سیمه کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپيان او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او د غزني ولایت د ده یک او ګیرو په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.