مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال دمرغومې د میاشتې ۲۱ مه

 

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۷۸ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۳ چاڼیز عملیات،۸۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په ګډ تعرضي او موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان  هوایي ځواکونو ۳۶پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۷۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۴۳تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، میدان وردک، خوست، غزني،دایکندي، زابل، ارزګان، فراه، بادغیس، غور فاریاب، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره سره شوي چې په پایله کې د بلخ ولایت د کشنده او د فاریاب ولایت د قیصار، قرغان او اندخوي په ولسوالیو کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان، د کندز ولایت د قلعه ذال او تخار ولایت د خواجه غار په ولسوالیو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، د پکتیکا ولایت د زیروک   د غزني ولایت د ګیرو، قره باغ  او واغظ، د میدان وردګو ولایت د نرخ، او د خوست ولایت د دومندې او موسی خیلو په ولسوالیو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان، د کندهار ولایت د نیش او خاکریز او د زابل ولایت د میزان او شهر صفا په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د لغمان ولایت د قرغییو او علینګار، د کونړ ولایت د مانوګي،  شیګل او دانګام او د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور نیول شوي دي .

همدا راز د ننګرهار ولایت د خوګیانواو هسکه مینې په ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د هلمند ولایت د نادعلي او مارجې په ولسوالیو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یوشمیر ماینونه کشف او شند شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.