مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال دمرغومې د میاشتې ۲۰ مه

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۸۵ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۵ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۳۳پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۸۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او ۱۴ تنه نور نیول شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، میدان وردک، خوست، غزني،دایکندي، زابل، ارزګان، فراه، بادغیس، غور فاریاب، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره سره شوي چې په پایله کې د ارزګان ولایت د دهراوود او مرکز اړوند ترینکوټ کې ۳۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپيان، یو موټر، یو موټر سایکل، د وسلو او مهماتو یوه دیپو او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي،۱۲ تنه نیول شوي، ۲ موټر سایکلونه او ۷ کیلوګرامه تریاک له منځه وړل شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د فراه ولایت د پرچمن په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا راز د ننګرهار ولایت د خوګیانو، پچیراګام او هسکه مینې په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، د غور ولایت د دولینې په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپيان او ۲ تنه نیول شوي، د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپيان او د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

###