مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال دمرغومې د میاشتې ۱۹ مه

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۱ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۴ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان  هوایي ځواکونو ۸۶ پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۱تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د زابل ،  ارزګان،  دایکندي، ننګرهار، کاپیسا،  کونړ، بادغیس، هرات ، فراه، هلمند، پکتیکا میدان وردک ، غزني  او فاریاب  په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د  ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن یو پټنځای او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب او مقر په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان، د کونړ ولایت د دره پیچ په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي،  هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا بورجان  په ګډون ۴ تنه ټپیان ، یو پټنځای او ۳ موټر سایکلونه له منځه  وړل شوي او د ننګرهار ولایت د خوګیانو په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي  دي .

همدا راز د پکتیکا ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د لغمان ولایت د علینګارپه ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي ، د غزني ولایت مرکز اړوند سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان، د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی، د نیمروز ولایت مرکز اړوند سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان او د فاریاب ولایت د اندخوي په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر ټپیان شوي دي .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.