مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لینډۍ د میاشتې ۲۲ مه

د دښمن له خوا د رامنځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو پر وړاندې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دچانیزو عملیاتو تر سره کول

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۵ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۱۰۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۳ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۰۲پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ،۲۴تنه  ټپیان او ۱۲ تنه نور نیول  شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د  ننګرهار،  کونړ، لغمان، غزني، خوست،  لوګر، میدان وردک، پکتیا، کندهار زابل،  فراه، غور بادغیس،  سمنګان، فاریاب او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي ۸ تنه ټپيان او یو موټر له منځه وړل شوی، د غزني ولایت د قره باغ او اندړو په ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان عبدالاحمد په ګډون ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه نیول شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د ننګرهار ولایت د هسکه مینې  او بچیراګام په ولسوالیو د داعشیانو د یو تن قوماندان عاشق الله په ګډون ۶ تنه داعشیان وژل شوي او د پکتیا ولایت د احمد خیلو په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي .

همدا راز د غور ولایت د قادس او چهار صدې په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان، د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي، د کندهار ولایت د خاکریز په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان او د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

                                                                ###