مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لینډۍ د میاشتې ۲۱ مه

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د ۴۳ تنو  ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۹ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۶  هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۷ پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۲۵ تنه نور  ټپیان  شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د  ننګرهار،  کونړ، لغمان، غزني، خوست،  لوګر، زابل،  ارزګان، سمنګان، فاریاب او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د غزني ولایت د واغظ او مرکز اړوند شهباز په سیمه  کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان او  د ننګرهار ولایت د چپرهار  او سرخرود په ولبسوالیو  کې ۱۰  تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي ، یو موټر او ۱۰ میله  وسلي لاسته راغلي دي .

همدا راز د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د ارزګان ولایت د چنارتو په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی ، یو پتنځاي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

 

                                                                ###