مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لینډۍ د میاشتې ۲۰ مه

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د ۲۰  تنو  ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۹ځانګړي کوماندویي دندې او ۲  هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۰۸ پروازونه ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۲۲ تنه نور  ټپیان  شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د  ننګرهار، لغمان، کونړ، غزني، لوګر، زابل، هرات، فراه ، سمنګان، فاریاب،کندز او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان، د ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمه  کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۳ پتنځایونه او یو شمیر  وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي او د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر ټبي شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

 

            ###