په اسلام کې د علم فضيلت او اهميت

په اسلام کې د علم فضيلت او اهميت

ليکونکی: دهوايي ځواکونو متقاعد ډګروال پوهنمل الحاج محمد انور «لودين»

۱- یو مسلمان دې هغه وخت فخر وکړی چی د قرآن عظیم الشان هره برخه را واړوی د هرې کلیمی په ژباړه او تفسیر باندی یی پوه شی.

۲- همدارنګه د پیغمبر اکرم (ص) د احادیثو زده کړه اومطالعه د هر مسلمان لپاره ضروری ده، ځکه چی د رسول اکرم(ص) احادیث په حقیقت کی د قرآن کریم تفسیر دی.

۳- د عقایدو د علم زده کړه هم د مسلمانانو لپاره ضروری او حتمی ده، ځکه چی یو شمیر مسلمانان د خپلو خبرو په وخت کی داسی کفر آمیزه کلمی وایی چی ناروا او نا مناسبی وی. د بیلګی په توګه د خپلی ستونزی د حل کولو لپاره کله چی چا ته ورځی داسی ورته وایی: اول خدای او دوهم ته داسی نده اول هم خدای دی او دوهم خدای دی او تر اخیر پوری خدای دی، غوره طریقه داده چی په الله تعالی باندی له توکل سره له کوره راووزی او له متعال الله تعالی څخه وغواړی چی ستونزه یی حل شی او په نیت کی یی دادی چی که چیری هغه کس زما د ستونزی په حل کولو له ماسره مرسته وکړی، په حقیقت کی دا مرسته د الله تعالی له لوری وی او الله تعالی (ج) هغه سړی هغه ته واسطه ګرزولی وی.

او ځینی کسان داسی وایی: د شیطان غوږونه دیکاڼه وی تر اوسه پوری په خپل کار او بار کی متضرر شوی نه یم او یا ووایی د شیطان غوږونه دیکاڼه وی تر اوسه ناروغه شوی نه یم او داسی نوری خبری. حقیقت دادی چی الله تعالی (ج) په ټولو مخلوقاتو باندی حاکم دی او شیطان د متعال الله تعالی له اجازی نه پرته حتی ساهم نشی ویستلی نه دا چی د خلکو په کار او بار باندی حاکم وی.

البته شیطان یوازی وسوسی اچوی نو یوازی انسان دی. سره لدی چی الله تعالی (ج) هغه ته عقل او پوهه ورکړی ده نا شکری کوی او ځینی وختونه د شیطان وسوسو پیروی کوی او د ګناوو مرتکب کیږی. انسانان باید پر دی باور ولری چی ټول کارونه دالله تعالی له ارادی سره سم ترسره کیږی او شیطان غوږګوڼ وی.

یو شمیر کسان د خپلی ناروغۍ د رغیدو او د ستونزو د حل کولو په مقصد زیارتونو ته ورځی په تیره بیا ښځی. په داسی حال کی چی مقابل لوری په هغه وخت کی چی ژوندی وه هم د لوی اوبښونکی الله تعالی ته محتاج وه او اوس چی وفات شوی دی او په زیارت کی ښخ دی هم الله تعالی (ج) ته محتاج دی.

یعنی هر مخلوق هم په ژوند کی او هم د ارواحو په علم کی متعال الله تعالی ته محتاج وی، ځینی داسی کسان چی له ستونزو سره مخامخ کیږی، د هغو د حل کولو لپاره داسی کسانو ته ورځی چی هغوی په خپله هم محتاج وی. یوازنۍ ذات چی بی نیازه دی او هیڅ چاته ضرورت نلری او د هر شی خزانی له هغه (ج) سره دی، هغه د عالمیانو لوی الله تعالی دی چی باید د هری ستونزی د حلولو لپاره دهغه با عظمته دربار ته مراجعه وشی نه زیارتونو ته.

۴- همدارنګه د فقه د علم زده کړه هم اړینه ده، ځکه چی دینی پوهان ټول احکام او مسایل له قرآن کریم او د رسول اکرم (ص) احادیثو څخه چی د خلکو د هوساینی لپاره ضروری دی راټول کړی دی او هغه عبارت دی له: فرایضو، واجباتو، سنتو، مستحباتو او مکروهاتو څخه.

همدارنګه رسول اکرم (ص) فرمایلی دی: ژباړه د هرشی لپاره لار شته د جنت لاره علم او پوهه ده. او همدارنګه رسول الله (ص) فرمایلی دی:

ژباړه: ( د علم او پوهی په زده کړی کی هڅی وکړۍ. له یوه صادق او رښتنی کس څخه د یوه حدیث زده کړه له دنیا او هغو شانو څخه چی په دنیا کی دی غوره دی او هم دارنګه له طلا او نقری څخه هم غوره دی). حضرت رسول اکرم (ص) په بل حدیث کی فرمایلی دی:

ژباړه: هیڅ یوکس له خپل کور څخه د علم او پوهی د زده کړی لپاره نه راوزی مګر هغه وخت چی الله تعالی (ج) له د جنت په لور لاره ورته آواره کړی.

په مبارک حدیث کی رسول اکرم (ص) فرمایی: ژباړه: عالم او متعلم دخیر په هرکار کی سره شریک دی چی په نورو خلکو کی دا ډول خبر نه لیدل کیږی.

رسول اکرم (ص) په دی حدیث کی فرمایلی دی: ژباړه: ( ډیر پښیمانه خلک د قیامت په ورځ به هغه کسان وی چی په دنیا کی د علم د ترلاسه کولو موقع او شرایط ورته موجود و،خو هغوی دا کارنه وی کړی همدارنګه هغه څوک چی نوروته یی علم او پو هغه ور زده کړی وی او هغوی ددغه کس له علم څخه ګټه ترلاسه کوی او په هغی عمل کوی، خو په خپله دغه کس په خپلی پوهی عمل نه وي کړی).

همدارنګه رسول الله (ص) فرمایلی دی: ژباړه: (هغه څوک چی د علم د زده کړی لپاره له کوره راوزی او تر هغه وخته پوری چی بیرته خپل کورته را ګرځي، دی به د الله تعالی په لاره کی وی.)

د رسول الله (ص) په بل حدیث کی راغلی: ( د عالم ښه والی د عابد په انډول داسی دی، لکه د څوارلسمی شپی سپوږمۍ د نورو ستور په انډول).

په یوه بل حدیث کی پیغمبر (ص) فرمایلی دی: (مسجد ته ور تګ او د قرآن کریم د یوه آیت زده کول له سلو رکعتو نفلی لمانځه څخه غوره دی).

له حضرت رسول الله (ص) څخه پوښتنه وشوه چی له څه ډول کسانو سره ناسته ولاړه وکړو؟ هغه حضرت (ص) په ځواب کی و فرمایلی: ( هغو کسانو سره چی دهغو په لیدلو سره الله تعالی تا سی ته دریاد شی د هغو خبری ستاسی پوهه زیاته کړی او عمل یی تاسی له اخوت سره علاقمند کړی).

ابوعلی له عبدالله ابن عباس (رض) څخه روایت کوی: د علم زده کړی او ښیګڼو په هکله ډیر شمیر نور احادیث هم موجود دی خو موږ دلته یوازی څو حدیثونه ذکر کړل.

په ډیر تاسف سره باید ووایو چی زموږ ډیر شمیر مسلمان وروڼه نه په خپله د دین د علم له زده کړی سره مینه لری اونه خپله کورنی دغی زده کړی ته ور هڅوی. یوازی کله چی د هغه کوم طفل ړوند او معیوب دنیا ته راشی په دغه صورت کی غواړی چی دهغه دغه طفل د قرآن شریف حافظ شی او هغه یوی دینی مدرسی ته ور تحویلوی.

که چیر دهغه دنیا ته راغلی طفل جوړ او سالم وی، هغه ته به نه قرآن شریف ورزده کوی او نه به یی دینی علم زده کړی ته هغه ورهڅوی، په دغه حالت کی د دنیا حرص ور په یادیږی دینی علم + علم + په هغو باندی صادقانه او اخلاص عمل کول= د دواړو دنیاوو له بری سره.

زموږ مولوی، رابلونکی او عالم ته دا پیغام دی چی که هغو په خپله د الله تعالی په کتاب اوسنتو باندی بشپړ عمل ونکړی دهغوی تبلیغ بی ګټی دی.

دا موضوع هم د ډیر اهمیت وړ ده چی محترم او ریښتینی مسلمانان د عالمیانو د خالق د علم او قدرت په علامو او نښو باندی تروسه پوری ځانونه پوه کړی او دهغو په رڼا کی خپل کړه، وړه عیار کړی.

د الله (ج) په مبارک کلام د قرآن عظیم الشان د انعام د سورت په (۶۰-۵۹) آیتونو کی دغه موضوع یاده شوی ده.

ژباړه: ( الله هغه ذات دی چی له هغه سره د غیب کلی ګانی دی هیڅ څوک په غیب نه پوهیږی، ما سوا له هغه نه او پوهیږی په هر هغه شی چی په وچه کی دی او هر هغه شی چی سمندر کی موجود دی او نه هیڅ لانده اووچ شیان بی له دی چی په معلوم کتاب (خدای په کتاب) کی ذره، ذره ثبت شوی دی او الله تعالی هغه ذات دی چی ستاسی روح په شپه کی (خوب په وخت کی) اخلی او په هر هغه شی چی په ورځ کی موکړی وی، خبر دی بیا د ورځی ستاسی له ویده حالت څخه راوباسی او دغه وضع همدارنګه دوام مومی ترڅو چی تعین شوی اجل مو را ورسیږی، ستاسی ورګرزیدل دهغه لوری ته دی او بیا تاسی په هغه شی خبروی چی په دنیا کی موکړی وی (دقیامت په ورځ مو خبروی).