د ځينو مهمو اسلامي آدابو په هکله لنډ معلومات

د ځينو مهمو اسلامي آدابو په هکله لنډ معلومات

لیکونکی: دهوایي ځواکونو متقاعد ډګروال پوهنمل الحاج محمد انور «لودین»

- د پرنجی (عطسه کولو) آداب:

کله چی یو مسلمان و پرنجیږی او حمدووایی په اوریدونکی مسلمان باندی لازمیږی چی د (یرحمک الله) په ویلو سره هغه ته ځواب ورکړی.

په صحیح مسلم کی راغلی دی کله چی یو له تاسونه و پرنجیږی او حمد ووایی هغه ته ځواب ورکړی.

او په صحیح بخاری کی هم له دغی وینا سره مشابه راغلی دی: چی که چیری تاسی ته له پرنجی نه وروسته یو مسلمان «یرحمک الله» ووایی تاسی په ځواب کی ووایی: « یهدیکم الله ویصلح بالکم».

- د یوه مسلمان د دعوت قبلول:

د مسلمانانو له حقوقو څخه یو بل حق دادی چی که یو له مسلمانانو څخه تاسی خپل کور ته د میلمستیا لپاره وبلی تاسی هغه ومنئ. په حدیث شریف کی راغلی دی: کله چی تا څوک دعوت کړی ویی منه که چیری روژه نه وی خواړه یی وخوره او که چیری روژه وی د خیر دعا ورته وکړه.

له ابن عمر(رض) څخه روایت دی چی رسول الله(ص) فرمایلی دی: که چیری د پسه د سراوپښو د خوړلو لپاره هم و بلل شوئ ویی منئ خو دغه قبولی د دعوت ترهغه وخته پوری دوام لری چی د دسترخان دپاسه بدعت رامنځته نشی او د دودونو په هغو غونډو کی چی ګډاوی او نا محرمه ښځی موجودی وی باید ګډون ونکړی.

د تبلیغ (وعظ) آداب: د مسلمانانو په یوه او بل باندی یوبل حق دادی چی یو بل ته نصیحت وکړی او خیریی وغواړی، حضرت رسول اکرم(ص) فرمایلی دی: هر هغه څوک چی پوهه لری او هغه پټه وساتی د قیامت په ورځ به دهغه په سر باندی له دوزخ څخه لګام ورکیښودل شی او هم دارنګه یی فرمایلی دی ژباړه: یعنی قسم می دی په الله وی که چیری یو له ګمراهانو څخه د ستا په واسطه سمی لاری ته برابر شی د تا لپاره هغه د دنیا له ټولو د سرو وړیو درلودونکو او ښانو له قربانی کولو څخه غوره دی.

حضرت علی (رض) فرمایلی دی: انسان لومړی باید خپل نفس ته نصیحت وکړی که چیری یی وامنه بیاد نورته تبلیغ کړی په یوه روایت کې راغلی دی چی الله تعالی (ج) حضرت عیسی (ع) ته و فرمایل: ای عیسی لومړی ځان ته پند ورکړه بیا زما بندګانو ته که نه نوشرم وکړه چی ته زما بنده ګان هغه کارته رابولی چی په خپله په هغه عمل نکوی ژباړه: واعظ ته همدغه وعظ بس دی.

په دی هکله په یوه دری شعر کی داسی راغلی:

از من بگو عالم تفسیر گوی را
باعلم اگر عمل نکنی شاخ بی بری
بار درخت علم نداند به جز عمل
گر در عمل نکوشی نادان مفسری
د مبلغینو ألی: امام محمد غزالی فرمایلی دی مبلغین دری ډلې دی: لومړی ډله لمر صفته ډله ده، دوهمه ډله شمع صفته ډله دی او دریمه ډله لکه لوند لرګی د اور لپاره ده.

- هغه ډله چی لمر صفته ده د آواز او شهرت هیله نلری دهغی د وعظ او نصیحت هدف لوړوالی او منصب ندی سره لدی که خلک هغوی ته نشی د هغوی هدف او نیت یوازی د انسانانو لارښودنه ده او هغوی نه ناراحته کیږی هغوی لمر صفته دی چی نړۍ له هغوی څخه رڼا ترلاسه کوی.

- هغه ډله چی شمع صفته ده د خلکو په وینا و خوشحاله کیږی او له هغه شی نه چی ترلاسه کولی نشی خفه کیږی.

- خو هغه ډله چی لکه لود لرګی غوندی ده اورته د اوراچولو له امله دود کوی دغه داسی ډله ده چی نه پوهه لری او نه د خلکو د اصلاح نیت دغه ډله نړی ته ځان ورښودونکی جاهلان دی چی ځانونه یی له پوهانو سره یو شان ګڼلی دی په اصل کی هغوی ځانونه تیر ویستلی دی په پوهۍ او نا پوهۍ سره.

که چیری هر څوک ځان عالم ښودونکی او جاهل ځان بشپړ فاضل وبولی او له دی نه غافل وی چی کلونه ، کلونه د زړه وینی غواړی او د ریاضت او نارینتوب ځان ښوونه کوی ترڅو چی د یوه ښه عالم په توګه وپيژندل شی هغوی د دین پالونکو پوهانو کچی ته نشی ورسیدلی او خپل اخرت په دنیا باندی خرڅوی هغوی عمرونه تیر کړی دی خو دایمان شرایط نه پیژنی دعادت په توګه لمونځونه کوی او ځینی وخت د خلکو له ډاره جوماتونو ته هم  ورځی له دی امله هغوی ستم ګاران دی.

{C}-           د نیکو (ښو) کارونو د ترسره کولو لپاره امر ورکول او له بدو کارونو څخه منع کول (امرباالمعروف و نهی عن المنکر): دغه امر ورکول او منع کول باید له شرعی اصولو سره سم ترسره شی او په دی برخی کی باید ډیر احتیاط وشی. امر ورکوونکی او منع کونکی باید د تخصص پر بنسټ عمل وکړی نه د تجسس (لټونی) پر بنسټ که چیری سمی لاری ته را بلونکي له شرعی احکامو سره سم عمل وکړی دهغه خبره به اغیزه منه وی لدی نه پرته به دهغه خبری په نورو باندی بی اغیزی وی.

د یوه عابد حکایت: داسی ویل شوی دی چی الله تعالی(ج) ملکی ته امر وکړ چی یو ښار ویجاړ کړی هغی ملکی عرض وکړ چی پلانی عابد په هغه ښار کی ژوند کوی الله تعالی و فرمایل: لومړی هغه له منځه ویسه ځکه چی تر اوسه پوری یو ځل هم زما لپاره د دغه ښار په اوسیدونکو باندی ندی په قار شوی.

بل ډیر د توجه وړ مثال: حضرت رسول اکرم (ص) د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مثال د یوی دوه پوړیږی بیړی په شان دی چی په لوړ پوړ کی یی او به ځای لری که چیری هغه کسان چی کوزه پوړ کی ځای لری وغواړی چی خپل کار آسانه کړی او د کشتی ټیټه برخه سورۍ کړی ترڅو چی لوړی پوړۍ ته دورتلو ضرورت له منځه ولاړشی که لومړی پوړ خلک ددغه کار مانع نشی چی کشتۍ کی موجود ټول خلک به ډوب شی بله خبره داسی ده چی په طیب القلوب نومی کتاب کی داسی نقل موجود دی چی یوه خدای پالونکو سړی هارون الرشید ته امر باالمعروف او نهی عن المنکر وکړ. هارون د هغه سړۍ دغه کار خوښ نکړ امریی وکړ چی سړۍ په یوه کوټه کی بندی کړی او د کوټی ور ورپسی وتړی. له یوی اونۍ وروسته هارون ته خبر ورکړل شو چی هغه سړی یی په باغ کی لیدلی دی، هارون د کوټی ور خلاصی کړ او هغه سړی ته یی وویل چا جرآت کړی چی تا آزاد کړی هغه ځواب ورکړ هغه چاچی وریی په ما پسی تړلی وه، هارون وویل: هغه څوک دی چی وریی په تا پسی تړلی وه؟ هغه چاچی زه یی له کوټې بهر بوتلم ویی ویل سخته خبره دې وکړه وی ویل هغه لوی الله تعالی (ج) چی هرڅه د هغه په واک کی دی. هارون مجبور شو هغه سړی آزاد کړی او د بغداد په کوڅو کی جارچی چیغی وهلی چی الله تعالی هغه سړی عزیز کړ او هارون ونشوای کړی چی هغه ذلیل کړی.

- د واعظ کوونکی او مبلغ لپاره شرایط: مستحب دی چی واعظ او مبلغ د دغو (۷) شرطونو درلودونکی وی: لومړی دا چی فقیه وی، محدث وی، تر یوی اندازی پوری د قرآن شریف تفسیر یی زده وی، د درستی عقیدتی درلودونکی وی، عاقل وی، بی له طمعی نه وینا وکړی، له خپل استاد څخه یی اجازه ترلاسه کړی وی. که نه نو پرمنبر باندی دی پل نږدی ځکه چی د فساد احتمال یی له اصلاح څخه زیات وی، همدا خبره ده چی ویل شوی دی د ډاکتر په نیم علم او دعالم په نیم علم باندی باید اعتماد و نه شی، ځکه چی یویی ژوند له منځه وړی او دوهم ایمان د بی عقلو مبلغینو جزا: رسول اکرم (ص) فرمایی: د قیامت په ورځ به یو کس راولی او په دوزخ کی یې غورځوی، دهغه کولمې له نس څخه د باندی را غورځول کیږی او د څارویو په توګه د ژوندی په شا او خوا را تاویږی او په دوزخ کی داسی حالت لری چی نور دوزخیان له هغه پوښتنه کوی. په دنیا کی دې موږ د خیر کارونو ته را بللو اود بدو کارونو د منع کولو نو څرنګه او ولی په دغه حالت باندی و اوښتی په ځواب کی ورته وایی:

هغه څه می چی تاسی ته ویل په خپله می په هغه عمل نه کاوه.

- د ناروغ عیادت (پوښتنه کول): د هر مسلمان په بل مسلمان باندی یو حق دهغه د ناروغتیا د پوښتنی کول دی حضرت رسول اکرم(ص) فرمایلی دی: - ژباړه: یعنی هر څوک چی د ناروغ پوښتنه وکړی د جنت په بوستان (باغ) کې به وی د ناروغ عیادت (پوښتنه) سنت ده خوله ناروغ سره ډیر ځنډ کښیناستل بدعت دی.

- د یوه ناروغ کیسه: په روضة الخلد کی راغلی دی: یو حکیم ناروغه شو یو شمیر کسان دهغه پوښتنی ته ورغلل او ډیر ځنډ له هغه سره کښیناستل. په پای کی یی وویل: حکیمه موږ ته یو نصیحت وکړه. حکیم ورته وویل کله چی د کوم ناروغ پوښتنی ته ورځئ ډیرمه ورسره کښینی.

د صححین په روایت کی دعایشی (رض) له لوری یادونه شوی که چیری کوم څوک له ناروغی څخه شکایت وکړی خپله سبا به ګوته دی پرځمکه کیږدی او پورته دې کړی او دغه دعا دې ووایی (بسم الله تربهَ ارضنا بریقهُ بعضنا لیشفی سقیمنا باذن ربنا).

له حضرت علی (رض) څخه د ناروغ د عیادت په هکله داسی یادونه شوی ده: رسول اکرم(ص) و فرمایل: هیڅ یوعیادت په سهار کی نه ترسره کیږی مګر هغه عیادت چی او یا زره ملکی له سهاره تر ماښامه پوری د ناروغ پوښتنی کوونکی ته مغفرت غوښتنه کوی. که چیری دغه پوښتنه د بیګا له مخی وی، ترسهاره پوری به هغه ته مغفرت غواړی.

- د جنازی ادا کول: د یوه مسلمان په بل مسلمان باندی یو بل حق دی هغه وروسته له مړینی څخه د جنازی اداکول دی د مړی پریولل، کفن ورکول، او د جنازی لمونځ پر هغه باندی ادا کول فرض کفایی دی. حضرت رسول اکرم(ص) فرمایلی دی هر هغه څوک چی په مړی باندی د جنازی لمونځ اداکړی یوه قراط ثواب ورکول کیږی او که بیا د مړی ترښخولو پوری هلته معطل دوه قراته ثواب ورکول کیږی. له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وشوه یو قرات څومره دی؟ ویی فرمایل د قیامت په ورځ دهغه تر ټولو لږ کچه د احد د غره له درندوالی سره یو شان ده. کله چی مړی تیارشی باید ډیر ژر هغه په قبر کی ښخ شی دا یو مستحب عمل دی.