مطبوعاتي بلنلیک نیــټه د ۱۳۹۷ کال د لیند ۍ ۲۰ مه

                       مطبوعاتي بلنلیک

کابل افغانستان: تاکل شوې سبا چهار شنبه د  ۱۳۹۷ کال د لینډۍ ۲۱مه د ځانګرو عملیاتو قول اردو د عالي تعلیماتو د ښوونځي  د ۲۶ می دورې نه ۹۰۰ تنه افسران ، بریدملان او سرتیري د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د مشرتابه په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  خپل فراغت سندونه تر لاسه کړي او د کماندو جزوتامونو ته په دنده وګمارل شي .               

موضوع:د کماندو د عالي تعلیماتو د ښوونځي نه د ۹۰۰ تنو افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د فراغت غونډه

وخت:چهار شنبه د۱۳۹۷ کال د  لینډۍ( قوس) ۲۱ مه نیټه

هیله مند یو چې د سهار په ۹:۳۰  تشریف راوړئ

ځاي:ځانګړو ځواکونو قول اردو ریشخور

د ملي دفاع وزارت د  پالیسۍ او ستراتیژۍ معاونیت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د ټولو ملي او بین المللي رسنیو  د ژورنالستانو راتګ ته ښه راغلاست وایي او د معلوماتو په خپرولو کې د دوي له مرستو نه مننه کوي.


 

###