مطبوعاتي بلنلیک نیــټه د ۱۳۹۷ کال د لیند ۍ ۱۴ مه

                         مطبوعاتي بلنلیک

  کابل افغانستان: تاکل شوې سبا پنجشنبه د  ۱۳۹۷ کال د لینډۍ ۱۵مه د مارشال" فهیم" د ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو  د اکادمۍ نه ۳۱۷ تنه ځوان افسران  د یوي غوندې په ترڅ کې  د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د مشرتابه  په ګډون سره فارغ شي .

موضوع:     د ۳۱۷ تنو ځوانو افسرانو فراغت د مارشال" فهیم" د دفاع ملي پوهنتون د ځوانو افسرانو  د اکادمۍ نه

وخت:   پنجشنبه د۱۳۹۷ کال د  لینډۍ( قوس) ۱۵ مه  نیټه

هیله مند یو چې د سهار په ۸:۳۰  تشریف راوړئ  

ځاي:  د مارشال" فهیم" د دفاع ملي پوهنتون  د غوندې تالار، د قمبر څلور راه

د ملي دفاع وزارت د  پالیسۍ او ستراتیژۍ معاونیت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د ټولو ملي او بین المللي رسنیو  د ژورنالستانو  راتګ ته ښه راغلاست وایي او د  معلوماتو په خپرولو  کې د دوي له مرستو نه مننه کوي.

 

 ###