خبرتیا

 د ملي دفاع وزارت ټولو  هغو نارینه او ښځینه ځوانانو ته چې د ملي اردو د افسرانو په اکادمۍ کې د شمولیت غوښتنه لري خبر ورکوي چې ، یادې اکادمۍ د اووه لسمي دورې لپاره محصلین مني او د نوم لیکنې لړي د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب په  قوماندانیو کې پیل شوې ده .

د شمولیت شرطونه:

·       د افغانستان د تذکرې در لودونکي وي .

·       د کاندیدې عمر د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې وي.

·       د ملکي پوهنتون او یا  انستیتیوت او یا لیسې نه فارغ وي .

·       د پوره روغتیا څخه برخمن وي او په مخدره توکو معتاد نه وي.

·       د تحصیل سند په لاس ولري

·       دپوهنتونونو او ملي انستیتوتونوفارغانو ته لومړیتوب ورکول کیږي .

·       د ښځینه کاندیدانو لپاره د کورنۍموافقه شرط دی.

یادونه : ټول محصلین ( نارینه او ښځینه) د تحصیل په موده کې د لیلې په شکل دي او ټول ضرورت وړ تسهیلات د اسلامي او افغاني دود او  فرهنګ په چوکاټ کې دوي ته په پام کې نیول شوي دي.  د تحصیل په دوران کې مدد معاش هم ورکول کیږي .

د نوم لیکنې لړۍ د اعلان د خپریدو نه د  لیندۍ (قوس ) میاشتې تر ۲۳مې نیټې پوري د هیواد د جلب او جذب په ټولو قوماندانیو کې دوام لري  او د آزموینې نیټه د جلب او جذب قوماندانیو لخوا داوطلبانو ته ویل کیږي.

د لاډیرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب قوماندانۍ سره  په دغي شمیرو اړیکه نیولی شی :  ۰۷۹۹۶۵۸۲۶۳- ۰۷۹۶۵۱۰۵۰۱ -۰۲۰۲۶۵۱۸۲۹

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر