په ډېره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې تیره شپه د یوې زورورې زلزلې له امله د ننګرهار او کونړ ولایتونو کې...
۱۴۰۴ وږی ۱۰

په ډېره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې تیره شپه د یوې زورورې زلزلې له امله د ننګرهار او کونړ ولایتونو کې زموږ یو شمېر ګرانو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ډېر نور ټپیان شول او د سیمې اوسېدونکو ته لوی مالي زیانونه واوښتل.
د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب د یادې پیښې قرباني شوو کورنیو پاتي شونو ته څرګند او د دغه غمیزې په تړاو د ټولو غمجنو کورنیو او د افغانستان قدرمن ملت ته د تسلیت مراتب وړاندي کوي.
د یادې پېښې ټولو شهیدانو ته د الله ج له درباره فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله کوم.
همدا راز د وسلوال پوځ لوی درستیز ټولو قطعاتو او اړوندو بنسټونو ته اړینې لارښوونې کړي تر څو په وخت سره د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې، مرستې او بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد او ملت له هر ډول طبعي پېښو او مصیبتونو وساتي.