د کندهار - هرات د لویې لارې د ترافيکي پېښې ټپیان د ښوراب ساحوي روغتون ته انتقال شول

web_admin

د کندهار - هرات پر لویه لاره یو مسافر وړونکی بس موټر د واشیر ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خپل مسير څخه اوښتې او چپه شوئ وو، چې پکښې زموږ ۱۲ تنه هیوادوال ټپیان شول.

 د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب ساحوي روغتون روغتيايي ټېمونه پخپل وخت سیمې ته ورسېدل او یاد ټپیان یې د درملنې په موخه د ښوراب ساحوي روغتون ته انتقال کړل.

د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه شپه او ورځ په هر ډول حالاتو کې د هیوادوالو په خدمت کې دي.