د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو په سيلابونو کې بند پاتې هیوادوال او ګڼ شمېر وسایط وژغورل

web_admin

د ۲۱۵ عزم قول اردو دوهمې پلې منصوري لواء د څلورم کنډک منسوبینو د هلمند ولايت موسی قلعه ولسوالۍ د ريګي په سیمه کې په سېلابونو کې بند پاتې شل تنه هیوادوال چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو وژغورل.

همدارنګه د څلورمې پلې خالد بن ولید لواء منسوبینو د نیمروز ولايت دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سېلابونو کې بند پاتې مختلف النوع عرادې موټرونه وژغورل.