د ننګرهار ولایت وزیرو تنګي عمومي لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه او یو شمېر سیلاب کې بند کسان وژغورل شول

web_admin

د ننګرهار ولایت خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي عمومي لاره چې د وروستیو زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ بنده شوې وه؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو، عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء د اتم سرحدي کنډک منسوبینو له لوري د پوځي شته وسایطو په مټ د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

همداراز د یاد ولایت مهمندرې ولسوالۍ اړوند یو شمېر هېوادوال چي د وروستیو سیلابونو په پایله کې زیانمن او بند پاتې وو د یادې قول اردو اړوند د عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء شپږم سرحدي کنډک منسوبینو په پوځي وسایطو کې خوندي سیمو ته انتقال کړل.