ویب سایت جدید ما را ارزیابی نمائید
سترجنرال ارکانحرب شیرمحمد(کریمی) پیژندنه
سترجنرال شیرمحمدکریمی د مرحوم ملا محمدکریم زوی دی. دخوست ولایت د اسمعیل خیلو او مندوزیو د ولسوالی مربوط د درنامیو په کلی کي دلړم د میاشتی په لسمه نیټه په کال 1324 کی زیږیدلی دی. په خټه سادات اوکورنی ئی یوه روحانی او روڼ انده کورنی ده.پنځوس، شپیته کاله دمخه په خوست کی د گوتو په شمیرڅو لومړنی ښوونځی موجود ﺆو. دمتوسطو او لوړو زده کړو لپاره څه امکانات نه بریښیدل. خو دخپل پلار په مستقیمه لارښوونه، زیار او زحمت د دي کورنی ټول غړی نجونی او هلکان د زده کړوڅخه برخمن وو. دخپل پلار په مرسته ئی ډیر دینی او معارف مروجه کتابونه ولوستل او کله چي ښوونځی ته دتلو جوگه شو په ښوونځی کي شامل او دسویي د آزمونیی له مخي په دریم ټولگی کي ئی په زده کړه پیل وکړ. یوازنی لومړنی ښوونځی نږدي څلورکیلومتره لري و. ده او مشر ورورئی هره ورځ دالار په پلی ډول لڼډوله چي ښونځی ته ولاړ او کورته را وگرځي.
دلومړنی ښونځی په پای ته رسولوسره په خوست کی دنورو زده کړو لپاره زمینه برابره نه وه . دخپل پلار دپریکړی په اساس د ښونځیو او لوړو زده کړو دنشتوالی له کبله په کوچنی عمر کی دکابل حربی ښونځی ته شامل شو او هلته ئی د شپږم ټولگی څخه تردوولسم ټولگی پوری زده کړو ته دوام ورکړ او په کال 1342 کی د حربی ښوونځی څخه فارغ شو. دگرجنرال شیرمحمد کریمی په ټوله دوره کی عمومی اول نمره و او په ډیره ښه درجه دحربی ښوونځی څخه فارغ شو. ده غوښتل چی د کابل پوهنتون دطب په پوهنځی کی لوړو تحصیلاتو ته مخه کړی.مگر په هغه وخت کی دا یو نورم و چی اول نمره گان به ټول حربی پوهنتون ته معرفی کیدل. ده هم زړه نازړه د دغه مجبوریت له مخی نظامی زده کړو ته غاړه کیښوده. په حربی پوهنتون کی هم اول نمره و او د دوهم کال دوروستنی کلنی آزمونیی په پای کی دیوه رقابتی امتحان له مخی د انگلستان حربی پوهنتون ته بریالی شو او دوه کاله ئی هلته نظامی زده کړی په خورا ویاړ او ډیری ښی درجی په اخیستلو سره پای ته ورسولی اوبیا د انگلستان د پیاده تعلیمی مرکز ته واستول شو او د بلوک د قوماندانیت کورس ئی هم پای ته ورساوه.
کله چی هیواد ته راستون شو، دمرکزی قول اردو د 444 لمبر کوماندو قطعی دیوه ټولی دبلوک دقوماندان په صفت مقررشو. څو موده وروسته د اتمی پلی فرقه په 72 غند کی دکندک د رئیس ارکان په توگه مقرر شو. د اتمی فرقی او د مرکزی قول اردو په بیلا بیلو قطعو او قرارگاه و کی ئی بیلا بیلی ډندی ترسره کړی. په 1350م کال کی ئی بیا دکانکور آزموینه تیره کړه او دلوړومسلکی زده کړو لپاره د امریکی متحده ایالاتوته ولاړ او هلته ئی دپلی مسلک لوړ کورس ،کوماندو، رنجر، پاراشوت ،خاص قوتونو او ځینی نور کورسونه په بیلابیلو مرکزنو کی ولوستل د 1352م کال په وروستیوکی هیواد ته راستون شو او په مرکزی قول اردو کی ئی خپلو دندو ته دوام ورکړ. په کابل کی ئی هم د قرارگاه دمساعی کورس او د کوماندو کورس په بریالیتوب سره سرته رسولی دي.
په 1355 کال کي د مرحوم محمد داودخان دحکومت په دوره کي ملی گارد ته تبدیل شو او تر 1357م کال پوری ئی خپلی دندي ته دوام ورکړ. د57م کال د کودتا په نتیجه کی بندی شو او تریوه کال زیاته موده ئی دپل چرخی په زندان کي تیره کړه. د 1358کال په وروستیو کي د زندان دخلاصون نه وروسته د دفاع وزارت د ودانیو په ریاست او بیا په تشکیلاتو کی په دنده وگمارل شو. دتشکیلاتو په ریاست کی د مدیریت څخه بیا د ریاست تر څوکیو پوري ئی دندي اجرا کړی. د 1354 او 1356 کلونو په موده کي ځو واره هند ته دلڼډو مسلکی کورسونو دلوستلو او دمصر دکوماندو کورس دلوستلو په مقصد ئی بهرته سفرونه وکړل. په 1370م کال کی د ملی مدافعی کالج دلوړو سیاسی – نظامی زده کړو په مقصد یو ځل بیا هندوستان ته ولاړ او په راتلوسره د تشکیلاتو د رئیس په توگه وگمارل شو. دمجاهدینو دحکومت په پیل کی د دندی څخه گوښه شو خو ډیر ژر بیرته راوغوښتل شو او د سرپرست په توگه ئی دتشکیلاتو د ریاست دندي ته دوام ورکړ او په کال 1375 کی بیرته په رسمی توگه رئیس مقرر شو. دطالبانو دحکومت په راتلو سره یوځل بیا وشړل شو، خو ډیره کمه موده وروسته بیا د تشکیلاتو د نوی رئیس ترڅنگ په وظیفه وگمارل شو تر څو خپل مسلکی معلومات نوی رئیس ته ور زده کړی.
څو موده وروسته په لویدیزکی دزده کړو په تور ترڅارنی لاندی کښیووت او ترنیول کیدو د مخه و تښتیدو او پاکستان ته مهاجر شو. د 2001 کال دسپتمبر د یوولسمی نیټی د پیښو وروسته وطن ته راستون شو او یو ځل ئی بیا په کار پیل وکړ. د 1381 کال وروسته ئی په ملی دفاع وزارت کی بیلابیلی دنډی تر سره کړی اوس تر دا مهال د ستردرستیز د اوپراسیون د رئیس په توگه دنده اجرا کوی.
نوموړی دخپلو رسمی دندو ترڅنگ فرهنگی اوعلمی کارو ته هم یوڅه وخت وقف کړی. مسلکی نوټونه ئی د وړو قوماندانانو او قرارگاهی افسرانو لپاره ترتیب او په بیلابیلو کورسونو کی تدریس کړی دی .دکشف د کورسونو لپاره ئی د توپوگرافی،تنازع للبقا( مسلکی لارښود دجگړی په مهال د دشمن په عمق کی دپاتی کیدو او ژوندی پاتیکیدو په هکله) یو کتاب او د امنیت او استخباراتو لپاره ښه درسی نوټونه برابر کړی او په خپله ئی تدریسول،همدارنگه د اردو مجلی او ځینو نوروعلمی مجلو سره ئی دوامداره همکاری درلوده مسلکی او نظامی تحلیلی مضامین ئی مجلو ته ورکول.
د دغو مسلکی لیکنو ترڅنگ ئی ژباړی هم کولی چی زیاتره ئی تاریخی کتابونه دی. دافغانستان دعلومو اکادمی د ځینو غوره استادانو لکه محترم مرحوم رشاد صاحب ،محترم مرحوم روهی صاحب ،محترم زلمی هیواد مل صاحب او ځینو نورو په مرسته او تشویق ئی دخاصو آثارو ژباړنه کری ده او نن هم گټه ورڅخه اخیستل کیږی. دلیکوالو اتحادیی سره ئی هم اړیکی ساتل او دیونیسکو دپروگرامونو په لړکی ئی د آسیا او افریقا د نشراتو په قطارکی زیات شمیر پشتو لڼډ داستانونه په انگریزی ژبه اړولی دی.
سترجنرال شیرمحمد کریمی ځینی ژباړی او لیکینی په لڼډ دول در پیژندل کیږی:
- مسلکی نوتونه،لکچرونه اوکتابونه.
- دنظامی وضعو تحلیلونه – مسلکی مقالی او ژباړی دمجلو او ورځپانو لپاره.
- پښتانه ( پتانز) د سراولاف کرولیکنه. دانگریزی څخه په پښتو ژباړه چاپ شوی دی.
- ( افغانی سرداران او مغل ) د داکتر ریتا جوشی لیکنه. دانگریزی څخه په پښتو ژباړه چاپ شوی دی.
- دخوشحال خان خټک دلیکنو په هکله د خارجی لیکوالو لیکنوته کتنه د دوست محمد خان کامل مومند لیکنه. د انگریزی څخه پښتو ژباره.
- دیوه آس کیسه ( یاردستیک یا گز)دتولستوی لیکنه. دانگریزی ژباړی څخه په پښتو ژباره (چاپ شوی .... کال زیری کلنه).
- د افغانستان سیاسی وضعه او پر پاکستان او هندئی اغیږی په1990کال کی دهند دملی مدافعی دکالج د ماستری پروگرام تیسس په انگریزی ژبه دملی مدافعی له خوا د دوی دضرورت په اندازه کمپیوترشوی(1990 کال دسیمی د پیښو تحلیل).
- تاریخ بامیان په دری ژبه د استاد قادریان لیکنه،په انگریزی ژبارل شوی او په پښاورکی د اریک سره.
- لند پښتو داستانونه په انگریزی ژبارل شوی او د یونیسکو له خوا چاپ شوی.
- زړه کلا د عبدالوکیل شینواری لیکنه. دپښتو څخه په انگریزی ژباړل شوی. چاپ شوی .
- دکانو زړونه: میرزا علم حمیدی لیکنه. دپښتو څخه په انگریزی ژباړل چاپ شوی.
- د افغانستان فرهنگی اوکلتوری برخوته اوښتی زیانونه. دیون لیکنه. په انگریزی ژباړل شوی.
- دغره یله خوا دعلی احمد جلالی او لیسترگرو گده لیکنه. په پښتو ژباړه چاپ ته تیار دی.
سترجنرال شیرمحمد کریمی واده کړی دی. دری زامن او یوه لور لری. په پښتو،دری،او انگریزی ژبه پوره حاکمیت لری. نوموړی دمطالعی سره ډیره علاقه کری اوس هم د ډیر زیات وظیفوی مصروفیت سره سره مطالعه کوی دگرجنرال کریمی د مروجو تحصیلاتو برسیره په ډیرو کنفرانسونو او سیمینارونو کی دهیواد د ننه او بهرگدون کړی دی او زیات شمیرهیوادونه ئی لیدلی دی. په نظامی برخه کی زیاته تجربه لری. دښه استعداد درلودونکی او مبتکر جنرال دی. په اداری،تدریسی، قوماندانیت او لیدرشیپ کی پوره تجربه لری. د ده موجودیت په ملی دفاع وزارت کی خاص رول لوبولی دی. دټولوسره ښی اړیکی لری اوهمیشه د نورو په مرسته کی ستومانتیا نه لری.کورنیو او بهرنیو مسئولانو ته همیشه سمی او دافغانستان لپاره کټوری مشوری ورکوی او دچارو په سمون کی ښه مرستندوی دی.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.
© Ministry of Defense, Government of Islamic Republic of Afghanistan.