د ملي دفاع وزیر د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې د امنیت په اړه د یاد هیواد د سرحداتو وزارت له مرستیال سره وکتل

کابل – افغانستان : د ملي دفاع وزیر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د لاښه کیدو په موخه د یاد هیواد د سرحداتو وزارت له مرستیال سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د د واړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزه نېکو اړیکو په لاښه کولو هم پوره خبرې وشوې. د دې ترڅنګ د هغو لویو اقتصادي پروژو د امنیت په اړه، چې د کابل او عشق آباد ترمنځ لاسلیک شوې دې بحث وشو. په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه، چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې هیوادو ته غځول کیږې د هغه د امنیت مسله د بحث مهمه موضوع وه.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي د ترکمنستان د سرحداتو وزارت مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي، ترڅو په هیواد کې د شته امنیتي ننګونو سره سره دښمن پرې نږدې چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. همداراز د ملي دفاع وزیر وغوښتل ترڅو د امنیتي ستونزو د حل په موخه د دواړو هیوادونو پوله ساتي ځواکونه خپل منځي اړیکي نورې هم پیاوړې کړي.

# # #