د ملي دفاع وزیر د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د غوڅ ملاتړ له نوي قومندان سره وکتل.

 

کابل ـ افغانستان: د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي نن له غرمې مخکې د غوڅ ملاتړ له نوي قومندان جنرال سکات میلر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په روان امنیتي وضعیت، د ملي پوځ د قطعاتو او جزوتامونو د ظرفیتونو د لوړاوي، د ملي شورا د ټاکنو د پروسې د امنیت او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې پر سر بشپړې خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزیر د غوڅ ملاتړ قومندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي پوځ د جنګ اداره، د ریفورم تطبیقول، د ملي پوځ په قطعاتو او جزوتامونو کې د اصلاحاتو راوستل او د ملي پوځ د مسلکي وړتیاؤ لوړول د اړونده دندو له لومړیتوبونو څخه په ګوته کړل.

همداراز جنرال سکات میلر، چې نوی د غوڅ ملاتړ د قومندان په توګه ټاکل شوی دی، ډاډ څرګند کړ، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کوي.

جنرال میلر زیاته کړه، چې د یو سرتیري په توګه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خدمت کوي، او د هغه تجربی له مخې، چې کلونه مخکې یی د افغانستان په جګړه کې تر لاسه کړې ده د ترهګرو سره د جنګي عملیاتو پرمهال په دوامدار توګه کار کوي.