مطبوعاتي خبر پاڼه ګڼه ۳۹ نیټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري د میاشتی ۲۵ نېټه

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۴۷  تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

  کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲۰تنو داعشیانو  او د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان  په ګډون ۴۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۰تنه نور ټپیان شوي دي .

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، لوګر، پکتیاا، کندهار، ارزګان،  زابل، هرات ، فراه     فاریاب، جوزجان،  کندز  او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د  جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې  د داعشیانو د یو تن سیمه ایز قوماندان محمد بوسف په ګډون ۲۰ تنه داعشیان وژل شوي او ۱۷تنه ټپیان  ، د هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان، د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ  کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د خوګیانو په ولسوالۍ کې ۶ تنه طالب ترهګر شوي دي  .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي ، ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د هلمتد ولایت مرکز لشکرګاه کې یو تن ترهګر وژل شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱چاڼیز او  ۶۸خاص کماندویي عملیات  د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۶۳ پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او ۱۳  هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو  تر سره شوې دي.

 ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

###